IQNA

دهندپه اوتر پردیش کې د اتو مسلمانانو په ضد  قضائي دوسیه جوړه شوه

12:55 - October 28, 2025
د خبر لمبر: 3491926
ایکنا – دهندوستان په اوترپردیش صوبې کې  د اتو مسلمانانو په ضد  په یوه کلی کې په یوه دیوال باندې د ؛ زه د محمد عاشق یم ؛ عبارت د لیکلو په دلیل قضائي دوسیه جوړه شوه.

ایکنانیوز د clarionindia   له قوله راپور راکوي، د هندوستان د اوتر پردیش صوبې د علی ګړ ښار  په شاوخوا کې په یوه  کلي کې  د اتو مسلمانانو په ضد ددغه  کلی په یوه دیوال باندې د ؛زه دمحمد عاشق یم ؛   دعبارت د لیکلو په جرم  قضائي  دوسیه جوړه شوې ده.

په هندوستان کې د حکومت په بشپړ ملاتړ سره  له اسلامه د ویرونې د پروسې  له ودې سره  په یووخت ،  حتی ؛ په دغه هیواد کې ؛زه د محمد عاشق یم ؛ په حير د یوه ساده عبارت په لیکلو باندې هم د جرم ټپه لګول شوې ده.

دغه پيښه  چې د اوترپردیش د علی ګړ ښار په شاوخوا کې  په یوه کلي ګوانپور کې  رامینځة شوې ، د ځاي خلکو غوسه ئې راپارولې ده ، چې باؤري دي، د پولیسو  اقدام د لږکیو په ضد د ویرې او وحشت  رامینځةکول دي.

د پولیسو په وینا ،ټول هغه کسان چې په دغه رابور کې ئې نومونه ذکر شو شوي دي،د مسلمانانو له ټولنې سره اړونده دي . چارواکي مدعي شوي چې   لومړنی راپور  د قانون د ساتلو لپاره ثبت شوی دی،خو  دتورنو کورنئ  وائی چې دوي  بې ګناه دي.

 د راپورونو په اساس ، هغه مهال چې څیړونکی ټیم  دتورنو کورونو ته لاړ ، نو زیاتره  هلته موجود نه وو. په عین حال کې  کورنیو  د پولیسو اقدام د بې ګناه خلکو د کړؤلو  او آزارولو لپاره یوه قصدي هڅه بللې ده.

 ځاي خلک وائي چې  دغه موضوع  د څو کسانو په وسیله ستره ښودل کیږي، څو عمومي آرامښت ګډ وډ کړي.

په عین حال کې  پولیس مدعي دي چې دغه دوسیه ارزول کیږی  او هیڅ یو بې ګناه کس به سزا نشي.

 دا لومړنی مورد نه دی چې  په اوترپردیش صوبې کې مسلمانان  د د کړاؤ او آزارول، د خپلو دیني عقایدو  د څرګندولو په دلیل  مطرح کوي. له دې مخکې هم د هندوستان په کانپور او ځینو نورو سیمو کې هم ورته  جنجالونه راپور شوي وو. 

 د ټولنې  مشرانو له صوبائي حکومته غوښتي چې  ددغه شان پیښو د تکرار یدا مخه دې ونیسي  او د لږکیو ساتنه دې وکړي. 

https://iqna.ir/fa/news/4313060  

captcha